افغانستان کې د حملو زیاتوالی؛ ۱،۱۳۱ افغان پوځیان له ګډ سرحد څخه تاجکستان ته وراوښتي

کندز کې له طالبانو سره د افغان ځواکونو جګړه

د تاجکستان پوځي چارواکي وايي، په تېرو دوو ورځو کې ۱،۱۳۱ افغان پوځیان له ګډ سرحد څخه دې هېواد ته تښتېدلي دي.

د تاجکستان سرحدي ګارډ نن وویل چې ۱،۰۳۷ افغان پوځیان تېره شپه او د یکشنبې په ورځ ۹۴ نور سرتېري د افغانستان له سرحد څخه دې هېواد ته تښتېدلي دي.

د تاجکستان د دولتي چارواکو په وینا په تېرو دوو اوونیو کې نږدې ۱،۶۰۰ افغان سرتېري دې هېواد ته اوښتي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تاجکستان پر پوله پروت بدخشان ولایت کې په تېرو درېیو ورځو کې له ۲۰ زیاتې ولسوالۍ طالبانو ونیولې.

ویل کېږي چې ډېری دا ولسوالۍ له جګړې پرته د طالبانو لاس ته لوېدلي دي او افغان ځواکونه ترې په شا شوي. طالبانو همداراز د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌اباد ځینې سیمې هم نیولې دي.