په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت وايي، دغه سفارت نهدی تړل شوی او پرانیستی به پاتې وي.
سفارت پرون ناوخته په یو لړ ټویټونو کې ویلي، د امریکا د ولسمشر جو بایډن له سپارښتنې سره سم به دغه سفارت په کابل کې قوي ډیپلوماتیک حضور لري.
تر دې مخکې ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې د امریکا سفارت ښايي د لنډ وخت لپاره وتړل شي.
خو سفارت ویلي، دوی د تړل کېدو پلان نهلري.