د افغانستان دفاع وزارت وایي، نوي کمانډو ځواکونه پرون ناوخته د بدخشان په مرکز فیضاباد کې ځای پر ځای شول.
د دې وزارت مرستیال ویاند فواد امان تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې دغه ځواکونه به د ولسي پاڅون کوونکو په ملاتړ پراخ عملیات پیل کړي.
ښاغلی امان زیاتوي: "د دغو ځواکونو هدف د بدخشان د خلکو د سرومال ساتنه ده او طالبانو ته به اجازه ورنهکړي چې خلکو ته زیان ورسوي."
ښاغلی امان دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې وسلهوالو طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بدخشان لږترلږه پنځه ولسوالۍ، شهدا، زیباک، کوهستان، کوفاب او بهارک نیولي او په دې توګه د هغو ټولو ولسوالیو شمېر چې دې ډلې په وروستیو څو اوونیو کې نیولي، ۱۷ ته ورسېد.
د دې ولایت ۱۰ ولسوالۍ تر اوسه د حکومت تر کنټرول لاندې دي. د راپورونو له مخې وسلهوالو طالبانو د فیضاباد ښار محاصره کړی او هوایي ډګر تهیې ګواښ متوجې کړی دی.