په فیلیپین کې د ۵ نورو مړو له موندل کېدو سره د یوې پوځي ترانسپورټي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې د مړو شمېر ۵۰ ته ورسېد.
دا پېښه پرون یکشنبه د مانیلا په جنوب زر کیلومترۍ کې په جولو ټاپو کې هغه مهال رامنځته شوه چې «سي-۱۳۰» هرکولیس ترانسپورټي الوتکه د پورته کېدو په مهال له الوت لیکې ووته او راوغورځېده.
په الوتکه کې ۹۶ تنه سپاره و چې د فیلپیین جنوب ته د اسلامپالو سختدریځو په وړاندې ځواکونو سره د یوځای کېدو لپاره سیمې ته لېږدول کېدل.
درې ملکي وګړي د پېښې په ځای کې وژل شوي دي.
یوه سیمهییز قوماندان ویلي، نهښکاري چې دغه الوتکه دې په ډزو رانسکوره شوې وي او د عیني شاهدانو له قوله وایي چې داسي ښکاري چې الوتکه له الوت لیکې وتلې وه.