جو بایډن په سپینه ماڼۍ کې شاوخوا زر تنه د کباب او اورلوبو لپاره مېلمه کړي

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون د جولای په څلورمه د امریکا د خپلواکۍ د ورځې د لمانځلو په ترڅ کې په سپینه ماڼۍ کې شاوخوا زر تنه د کباب او اورلوبو لپاره مېلمه کړي و.

د خپلواکۍ دغه سمبولیک لمانځل داسې مهال دي چې متحده ایالات د کرونا له امله لګول شویو سختو محدودیتونو څخه د راوتلو په حال کې دی.

د دغې وبا له امله چې تېر کال ملیونونه امریکایان پرې اخته شوي و، د دې ورځې د لمانځلو نږدې ټول جشنونه لغوه شوي وو.

دغې وبا د امریکا پر اقتصاد هم ناوړه اغېز کړی و.

په امریکا کې د کرونا ضد واکسین د پراخ کمپاین د پلي کېدو په نتیجه کې د کرونا مثبتې او هم‌یې له امله د مړینو پېښې اوس ډېرې کمې شوې دي.

د سوداګرې او رسټورانټونونو فعالیتونه بېرته پیل شوي. امریکایانو اوس بېرته سفرونو ته مخه کړې او اقتصاد هم په تدریجي ډول بېرته د ودې په حال کې دی.