د افغانستان کرکټ بورډ ټولو ولایتونو کې ډیجیټل سیسټم فعالوي

د افغانستان کرکټ بورډ

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګه په پام کې لري چې ټولو ولایتونو کې ډیجیټل سیسټم فعال کړي.

د کرکټ بورد ویاند فرید هوتک نن یکشنبه (د چنګاښ په ۱۳مه نېټه) ازادي راډیو ته وویل چې په دې سره به په یادو لوبغالو کې د هرې لوبې د ترسره کېدو فیس د بانک له لارې په اتومات ډول د افغانستان کرکټ بورډ بودجې ته واستول شي.

نوموړي وویل چې د همدغې موضوع اړوند د کورني کرکټ څانګې د یادو ولایتونو له مسوولینو سره د ویډیو کنفرانس له لارې معلومات شریک کړي دي.

د دغه سیسټم له لارې به لوبه کوونکي لوبډلې لومړی د نوملېکنې انلاین فورمه د اړوند ولایتي منېجر له لارې ډکوي، د فورمې له بشپړېدو وروسته به د لوبې بڼې ته په کتو ټاکلې شوې پیسې بانک ته تحویلوي.

د یادونې وړ ده چې د یاد سیسټم له لارې به د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګه وکولی شي هم مهاله په ټولو لوبغالو کې د لوبو د شتون او نه شتون، د لوبېدونکو لوبډلو او ترڅنګ یې د لوبو د بڼې په اړه معلومات په انلاین بڼه وګوري.