د کندهار د والي سکرتر او د هغه ساتونکی د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شول.
یوې امنیتي سرچنې ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه نن یکشنبه (د چنګاښ په ۱۳مه نېټه) غرمه د کندهار ولایت مقام په لومړي قراول کې د والي د سکرتر منصور خان پر موټر شوې چې په پېښه کې نوموړی د خپل یوه ساتونکي سره وژل شوی او یو ساتونکی یې ټپي شوی.
د کندهار امنیتي چارواکي او ویاندویان وايي، امنیت شورا ورته ویلي چې له مطبوعاتو سره د امنیتي پېښو په اړه خبرې ونه کړي.
د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.