په کندهار ولایت کې پوځي چارواکو نن یکشنبه (د چنګاښ په ۱۳مه نېټه) تایید کړه چې د دې ولایت پنجوایي ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې.
د ۲۰۵م اتل قول اردو مرستیال ویاند صادق عیسی وایي، امنیتي او دفاعي ځواکونو ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د پنجوایي له ولسوالۍ تکتیکي په شاتګ کړی دی.
عیسی زیاتوي: "امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملکي تلفاتو د مخنوي لپاره له پنجوايي ولسوالۍ څخه شاتګ کړی، ټول وسایل او تجهیزات یې را انتقال شوي او د وسله والو طالبانو پرضد به عملیات دوام ولري."
عیسی په دې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو ضد عملیاتو کې د ۲۱ وسله والو طالبانو د وژلو او ۱۱ نورو د ټپي کېدو خبره وکړه.
طالبانو بیا د دغې ولسوالۍ د نیولو پر مهال د یو شمېر پوځي وسایلو او مهماتو د نیولو ادعا کړې ده.
د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې دا د مې میاشتې له لومړیو راهیسې د کندهار شپږمه ولسوالۍ ده چې طالبان یې نیسي.
له دې مخکې یې شاولي کوټ، خاکرېز، میوند، معروف او ارغستان ولسوالۍ نیولې وې.