د هند په سمندرګي کې د اسراییلو پر بار وړونکي کښتۍ برید شوی

د اسراییلو یوه بار وړونکې کښتۍ

د اسراییل پر یوې بار وړونکي کښتۍ پرون شنبه (د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) د هند په سمندرګي کې حمله شوې.

د اسراییل د اېن۱۲ ټلوېزیوني شبکې د اسراییل د پوځي سرچینو له قوله راپور ورکړ چې په دغه پېښه کې د کښتۍ عملې ته زیان نه دی رسیدلی او کښتۍ هم ډېره نه ده زیانمنه شوې.

د راپور له مخې د اسراییل پوځي چارواکي دا مساله چې ایا ایراني ځواکونه په دې پېښه کې لاس لري که نه؟ څېړي.

د لبنان المیادین ټلوېزیون مخکې خبر ورکړی و چې پر دغې کښتۍ د یوې نامعلومې وسلې په ذریعه د هند په سمندرکې برید شوی دی.