په فلپین کې د یوې پوځي الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۷ تنه وژل شوي دي.
د فلپین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال کیریریلیتو سوبیایانو خبریالانو ته وویل چې لږ تر لږه ۴۰ سرتیري ژغورل شوي او هڅې یې ډېرې کړي چې د الوتکې نورې سپرلۍ هم وژغوري.
دا پېښه د مانیلا په سویل کې زر کیلومتره لري په جولو ټاپو کې هغه مهال رامنځته شوه چې الوتکې د پورته کېدو په مهال الوت لیکه ورکه کړه.
په الوتکه کې ۹۲ تنه سپاره وو.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه سیمه ییز قوماندان له قوله ویلي چې د ۱۷ مړي موندل شوي او ښایي د مړېو شمېر زیات شي.