کابل کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو بیه په بې ساري ډول لوېدلې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د کابل په بازارونو کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو بیه په تېرو شلو کلونو کې د لومړي ځل لپاره په بې ساري ډول لوېدلې ده.

په کابل کې د اسعارو د بدلونو مارکیټ (شهزاده سرای) مرستیال حاجي داد ګل نن یکشنبه (د چنګاښ په ۱۳مه نېټه) ازادي راډیو ته وویل چې تېره ورځ یو امریکایي ډالر ۸۲ افغانیو باندې بدل شوه.

نوموړي وویل چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او رواني ناامنۍ سبب شوي چې د افغانیو ارزښت ولوېږي.

له بلې خوا د افغانستان مرکزي بانک د افغانيو د بيې د ثابت ساتلو لپاره نن یکشنبه ٣٠ ميليونه ډالر ليلاموي.

د دغه بانک له خوا نن په یو بیان کې په شرايطو برابر صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتل شوي چې په دغو داوطلبيو کې ګډون وکړي.

خو د افغانستان د سرای شهزده مرستیال حاجي دادګل وایي چې دغه لیلام بنسټیزه ستونزه نه شي حلولی او باید د افغانستان بانک رهبري اساسي او کوټلي ګامونه پورته کړي.