د بګرام هوايي اډې د رادار او مخابرې سیسټمونه بېرته فعال شول

د بګرام هوایي ډګر رادار او مخابرې سیستم (VSAT) بیا فعال شو

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، د بګرام هوايي اډې د رادار او مخابرې سیسټمونه بېرته فعاله شول.

د دې ادارې په خبره، دغه سیسټمونه له بګرام هوايي اډې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو مخکې هم غیرفعال وو.

د ملکي هوايي چلند ادارې تېره شپه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه سیسټمونه د دوی د تخنیکي ډلې له خوا بېرته فعال کړای شول.

د رادار او مخابرې دغه سیسټمونه به د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د الوتنو د لارښوونې لپاره کارول کېږي.

د افغانستان دفاع وزارت د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له بګرام هوايي اډې ټول امریکايي او نور بهرني ځواکونه وتلي او ټول مسوولیت یې ملي اردو ته سپارل شوی دی.