د هرات والي: د انسان تښتوونکو دوه ډلې نیول شوي

هرات کې د انسان تښتوونکو د دوو ډلو نیول کېدل

د هرات والي د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې د انسان تښتوونکو د دوو ډلو د نیولو خبر ورکوي.

عبدالصبور قانع نن شنبه (د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې ۱۱ کسان په دې دوو ډلو کې د غړیتوب په تور نیول شوي دي.

ښاغلي قانع زیاته کړه: "د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د ملي امنیت ځواکونو د انسان تښتوونکو پرضد ۱۳ عملیاتونه ترسره کړي چې د دې عملیاتو نتیجه د یوولسو کسانو نیول و."

د هرات والي وايي چې د دې عملیاتو پر مهال د سید محمد په نوم یو کس چې تښتوونکو نیم میلیون ډالر ترې غوښي وو، هم هم ازاد شوی دی، خو ښاغلي قانع زیاته کړه چې لا هم درې تنه هراتیان د انسان تښتوونکو په ولکه کې دي.

انسان تښتونه په هرات کې لویه اندېښنه ده او د دې ښار اوسېدونکو څو ځلي د اختطافونو د دوام له کبله اعتراضونه کړي دي.