د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په هرات ولایت کې د نورزاد پي، وي، سي تولیدي فابریکې خپل پانګونه یوه میلیون ډالرو ته لوړه کړې ده.
د دغه وزارت ویاند فواد احمدي ازادي راډيو ته وویل چې دغه فابریکې درې کاله وړاندې د درې لکو ډالرو په پانګونې سره په فعالیت پيل کړی و.
یاده فابریکه په یوه شپه او ورځ کې د ۱۳۰ متر مربع پي وي سي د تولید وړتیا لري چې د یادو موادو کړکې او دروازې تولیدوي او لسګونو کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې.
دغه فابریکه له هرات سربېره خپل تولید کړي مواد د افغانستان نورو ولایتونو ته هم استوي چې په ځانګړي توګه په ګاونډیو ولایتونو کې ښه بازار لري.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې له هرات سربېره په تخار ولایت کې هم د پي، وي، سي تولیدي فابریکو کې پانګونه زیاته شوې ده.