د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت اړوند د کرنې پراختیا صندوق او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ترمنځ ۲،۲ میلیارډه افغانیو په ارزښت د پور ورکونې تړون لاسلیک شو.
د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل چې د دې هوکړه لیک پر بنسټ به د پنځو کلونو په ترڅ کې د کرنې برخه کې هغو فعالو نهه زره کسانو ته چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا پېژندل کېږي، پور ورکوي.
د کرنې د پراختیا صندوق یو مالي دولتي غیر بانکي بنسټ دی چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي او د تأسيس له پيله تردې دمه د کرنې او مالدارۍ اړوند په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۱۳ميليارډه افغانۍ پور یې منظور کړی دی.
د کرنې وزارت چارواکي وايي چې تردې دمه د دې صندوق له لارې ۵۶ زره بزګرانو ۱۰.۷ ميليارډه افغانۍ پورونه ترلاسه کړي دي.