کابل چاپ نننیو ورځپاڼو له بېلابېلو مطالبو سره په خوا کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو او د روان تاوتریخوالي په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.
- هشت صبح
هشت صبح لیکلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته امریکایانو د افغانستان په اړه د درې سناریو وړاندوینه کړې:
- لومړی د حکومت له منځه تلل.
- دوهم د کورنۍ جګړې پیل.
- او بل هم په افغانستان کې د القاعده شبکې یو ځل بیا فعالیت.
د لیکوال په اند کله چې امریکا د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ میلادي کال په مې میاشت کې د پاکستان په ایبټ باد کې وواژه، نو ورسره سم یې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیت انتقال هم پيل کړ چې دغه بهیر په ۲۰۱۴ میلادي کال کې بشپړ شو.
په سرمقاله کې راغلي، امریکا د اسامه بن لادن له وژلو وروسته له طالبانو سره خبرې پيل کړې چې یو کال وروسته دغو خبرو پایله ورکړه، په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر پرانیستل شو چې افغانستان ورسره په مشروط ډول موافقه وکړه.
د سرمقاله لیکونکي په اند طالبان دم ګړۍ د پرمختګ په حال کې دي او افغان ځواکونه سیمې پریږدي، اټکل کېږي چې د بهرنیو ځواکونو وتل د جولای تر څلورمې نېټې بشپړ شي.
د سرمقالې په پای کې راغلي، له دې ټولو سره د سولې د مذاکراتو په ټپه ولاړ حالت د اندېښنې وړ دی، نو باید له هرې ممکنې لارې پر طالبانو فشار راوړل شي، څو د خبرو میز ته کیني او تاوتریخوالی را کم کړي.
- ملي ارمان
ملي ارمان لیکي، تېره ورځ امریکایان له بګرام هوايي اډې ووتل او ټاکل شوې، دوه میاشتې وروسته به له افغانستانه د امریکايي او بهرنیو ځواکونو د وتل بهیر بشپړ شي.
د لیکوال په باور طالبانو له دې وړاندې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په پلمه جنګېدل، خو له بده مرغه طالبان د دې پرځای چې جګړه او تاوتریخوالی را کم کړي، بلکې جګړه یې لا تُنده کړې ده.
په سرمقال کې په شمال کې د جګړو زیاتېدو ته اشاره شوې او عطامحمد نور او ځینو مشرانو په غونډه برید چې څو تنه په کې ټپيان شول هم یادونه شوې.
د لیکوال د معلوماتو له مخې ځینې هېوادونه وايي چې ګواکې په افغانستان کې روانه جګړه کورنۍ جګړه ده، خو دغه جګړه له یو منظم پوځ سره ده.
د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوي چې خلک باید لاس په کار شي، له قومي، ژبنۍ، ستمي اختلافاتو تېر شي په شته امکاناتو باید د هر ډول بهرنیانو پر وړاندې ملي قیام وکړي، څو د لیکوال په اند طالبان یو ځل بیا واک ته ونه رسېږي.
- اطلاعات روز
اطلاعات روز ورځپانې پوښتنه کړې چې د قطر د مذاکراتو نامعلوم برخلیک او په پرله پسې ډول د ولسوالیو سقوط به طالبان یو ځل بیا په افغانستان مسلط کړي؟
د لیکوال په باور که یو ځل بیا افغانستان د طالبانو لاس ته لوېږي، نو هغه کسان چې له دوی سره هم نظره نه وي، له افغانستانه به وځي او افغانستان به په یو تُندلارې هېواد بدل شي.
د لیکوال په اند افغان امنیتي بنسټونه په دې باوري دي چې طالبانو په قطر کې له امریکا سره د کړې هوکړې له مادو سرغړونه کړې او جګړې یې تُنده کړې.