له افغانستان څخه هند ته د هيروئينو ۴ قاچاق کوونکي ونيول شول

ارشیف، افغانستان کې نیول شوي کسان

څلور نفره له افغانستان څخه دباندې د هيروئينو د قاچاق پر مهال ونيول شول.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معينيت د حساسو تحقيقاتو ادارې څلور نفره په داسې حال کې ونيول چې غوښتل‌يې هند ته د حامد کرزي نړيوال ډګر له لارې په خپلو خېټو کې تر څلورو کيلو ګرامو ډېر هيروئین قاچاق کړي.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معينيت د رسنیو دفتر وايي چې نيول شوي کسان تر ابتدايي څېړنو وروسته له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.