غزني ته د کیمياوي نشه‌يي موادو د قاچاق مخه ونيول شوه

ارشیف، نشه‌یي مواد

د غزني پولیسو دې ولایت ته د کیمياوي نشه‌يي موادو د قاچاق مخه ونيوله.

د غزني ولایت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د دې ولايت په مرکز کې درې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې ۱۳ کيلوګرامه ښیښه، دوه کيلوګرامه هيروئين او دوه کيلوګرامه کرسټل ونيول شول.

له بلې خوا د کابل د امنيه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وويل چې پولیسو د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې ۹ کيلو او ۷۲ ګرامه چرس له قاچاق کوونکي سره یو ځای نيولي دي.