افغانستان ته له پاکستانه تر زر لیټره ډېر قاچاق کېدونکي شراب ونيول شول

ارشیف، د شرابو بوشکې

تر زر لیټره ډېر شراب له پاکستان څخه افغانستان ته د قاچاق پر مهال ونيول شول.

د خوست له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو ۱،۲۰۰ لیټره شراب چې د تېزابو په ډبو کې اچول شوي، خوست ته د قاچاقو پر مهال ونيول.

د خوست امنيه قوماندان سيف‌الله سرحدي ازادي راډيو ته وويل چې د دې نشه‌يي موادو د قاچاق په تور د موټر چلوونکي په ګډون دوه تنه هم نيول شوي دي.