کابل کې څه باندې ۶۰ زره کیلو ګرامه نشه‌یي مواد وسوځول شول

ارشیف، کابل کې سوځول شوي مخدره مواد

په کابل کې څه باندې ۶۰ زره کیلو ګرامه نشه‌یي مواد وسوځول شول.

۶۶،۳۶۵ کیلو ګرامه ډول ډول نشه‌یي مواد چې له ۱۳۹۶ کاله بیا تر ۱۳۹۹ کال پورې د افغان امنيتي ځواکونو د عملياتو په نتيجه کې په بېلابېلو ولایتونو کې نیول شوي وو، د پنجنشبی په ورځ وسوځول شول.

له نشه‌یي موادو سره د مبارزی عدلي او قضایي مرکز ویاند خالد مؤحد ازادي راډیو ته وویل، دا مواد له نشه‌یي موادو سره د مبارزې د ملي اوونۍ په مناسبت سوځول شوي دي.