د بدخشان یوه امنیتي سرچینه: فیض‌اباد کې وسله‌والو طالبانو ۱۸ پوځیان ووژل

ارشیف، بدخشان کې د افغان ځواکونو عملیات

د بدخشان یوه امنیتي سرچینه وايي د مرکز فیض‌اباد په مربوطاتو کې د وسله‌والو طالبانو په ډله‌ییز برید کې ۱۸ دولتي پوځیان وژل شوي دي.

دغې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، برید تېره شپه د فیض‌اباد په اتمه ناهیه کې د ملي اردو او ولسي پاڅونوالو پر پوستو شوی دی.

سرچینه وايي، تر ۲۰ زیات نور پوځیان د وسله‌والو له‌خوا اسیران شوي دي.

د دې حملې مسؤلیت وسله‌والو طالبانو منلی دی.

د بدخشان محلي چارواکي وايي په دې جګړه کې وسله‌والو طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.