د اسرائیل جنګي الوتکو غزه کې د حماس ډلې د وسلو د تولید ساحه وویشته

اسرائیل کې یوه ویشتل شوې سیمه

د اسرائیل جنګي الوتکو تېره شپه په غزه کې د حماس ډلې د وسلو د تولید ساحه ویشتلې ده.

د اسرائیل پوځ وايي، دا حمله وروسته له هغې وشوه چې له دې ساحې د اسرائیل پر لوري اورشیندونکي بالونونه وویشتل شول.

په تازه هوايي حمله کې د چا د مرګ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړل شوی.

دا په مې میاشت کې د غزې د حماس رهبرانو پر خلاف له ۱۱ ورځنۍ شخړې راوروسته د اسرائیل له‌خوا د هوايي حملو درېیمه لړۍ ده.

د اسرائیل هره حمله د حماس د فعالانو له‌خوا د اورشیندونکو بالونونو د ویشتلو په ځواب کې شوې چې دغه بالونونه د اسرائیلي بزګرانو په کروندو کې د اورلګېدو سبب شوي دي.

د مصر او نورو هېوادونو منځګړي هڅه کوي، هغه اوربند چې د وروستۍ وسله‌والې شخړې د ختمېدو سبب شوی، برحاله وساتي.