د افغانستان دفاع وزارت: بېلابېلو ولایتونو کې ۱۲۹ وسله‌وال طالبان ووژل شول

ارشیف، پکتیا کې د افغان ځواکونو عملیات

د افغانستان دفاع وزارت، په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۲۹ وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي.

دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه شمېر وسله‌وال په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وژل شوي او ۹۵ نور ټپیان دي.

د وزارت په حواله په دې موده کې ۲۲ کړۍ ماینونه هم چې د خلکو د تګ راتګ پر لار ځای پر ځای شوي وو، شنډ کړای شوي دي.

بې‌پرې سرچینو د وژل شویو او ټپیانو دغه ارقام نه‌دي تأیید کړي.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د مرګ‌ژوبلې د دې شمېر په اړه څه نه‌دي ویلي، خو نن‌یې په خوست ولایت کې د دوی لوري ته د ۲۲ پوځیانو د تسلیمېدو ادعا کړې ده.