د امریکا بهرنیو چارو وزارت: د 'کووېډ-۱۹' په خاطر د انسانانو قاچاق زیات شوی

ارشیف، صربیا کې یو شمېر نیول شوي قاچاق کېدونکي کسان

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي د 'کووېډ-۱۹' په خاطر د انسانانو د قاچاق پېښې زیاتې شوي.

دا خبره یاد وزارت د انسانانو د قاچاق په تړاو په خپل کلني راپور کې کړې ده. راپور کې راغلي په داسې حال کې چې حکومتونو خپلې سرچینې پر کرونا وبا متمرکزې کړې دي، د انساني قاچاق وړونکو لپاره مناسب شرایط رامنځته شوي دي.

په دې نږدې ۶۵۰ مخیزه راپور کې د افغانستان، ایران، روسیې، چین او شمالي کوریا په شمول ۱۷ هېوادونه د انسانانو له قاچاق سره د مبارزې په برخه کې تر ټولو وروسته پاتې هېوادونه یاد شوي.

د راپور د افغانستان برخه کې راغلي چې دغه هېواد د انسانانو د قاچاق د مخنیوي لپاره حد اقل ستنډرډونه هم نه‌دي تطبیق کړي او په خبره‌یې چې د پام وړ هڅې هم نه‌کوي.

سره له دې چې د انسانانو د قاچاق په برخه کې د افغان حکومت په کم‌کارۍ نیوکه شوې، خو د بچه‌بازۍ په وړاندې مبارزه چې په ترڅ کې یې ځیني کسان نیول شوي، د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لیکو د ماشوم سرتېرو لیرې کول او د انسانانو د قاچاق په وړاندې د مبارزې لپاره د یوې کار ډلې د جوړولو هڅې ښې بلل شوي.

د دې راپور بشپړه بڼه دلته لیدلی شئ.

د افغانستان لپاره ځانګړې شوې برخه‌یې جلا دلته لوستلی شئ.