امریکايي ځواکونو 'بګرام اډه' د افغانستان دفاع وزارت ته وسپارله

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تر ټولو لویه اډه بګرام

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تر ټولو لویه اډه بګرام دفاع وزارت ته سپارل شوې ده.

دا خبره د افغانستان په دفاع وزارت کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته وکړه.

سرچینې چې د موضوع د حساسیت په خاطر د نوم د نه‌خپرېدو غوښتنه کړې وویل چې بګرام پوځي اډه تخلیه شوې ده.

ټول امریکايي او ناټو ځواکونه به د سپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه ووځي او خپلې اډې به افغان پوځیانو ته سپاري.