د امریکا، ازبکستان او تاجکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغانستان خبرې وکړې

د امریکا د بهرنیو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو وزیر انتوني بلېنکن د ازبکستان او تاجکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره د جولای پر لومړۍ نېټه وکتل.

په دې لیدنه کې افغانستان د خبرو د اجنډا په سر کې شامل و. امریکا چې د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې پورې له افغانستانه خپل ټول سرتېري وباسي، په دې هدف، په منځني اسیا کې د خپلو ملګرو هېوادونو مرستې غواړي.

په واشنګټن کې ترسره شوې دا لیدنې پر داسې مهال شوي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې وسله‌والو طالبانو لسګونه ولسوالۍ نیولي او د افغان حکومت او امنیتي قواوو د نسکورېدو اندېښنې پیدا شوې دي.

د افغانستان په شمال کې طالبانو د ازبکستان او تاجکستان پولو ته څېرمه ځینې ولسوالۍ نیولي چې د منځني اسیا دغو دواړو هېوادونو ته هم د امنیت ممکنه ګواښونه مخې ته راوړلی شي.

بلېنکن د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره یوځای د خبري غونډې پر مهال وویل، هغوی د سیمې او په ځانګړي ډول د افغانستان د امنیت په اړه شریکې ګټې لري.

نوموړي همدارنګه د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزیر سراج‌الدین مهرالدین سره د لیدو پر مهال د افغانستان پر موضوع خبرې وکړې او له تاجکستان سره‌یې د خپل هېواد د ژمنتیا یادونه هم وکړه.