چک د افغان ځواک پیلوټانو د روزنې او نورو برخو کې د مرستو د دوام ژمنه وکړه

ارشیف، له چک جمهوریت یو شمېر فارغ شوي د افغان هوايي ځواک پیلوټان

د چک حکومت د افغان هوايي ځواک د پیلوټانو د روزنې او نورو پوځي برخو کې له افغانستان سره د مرستو د دوام ژمنه کړې.

په پراګ کې افغان سفیر شهزاد اریوبي وايي چې دا ډاډ ده ته د چک جمهوریت دفاع وزیر لوبومیر میتنار په خپله وروستۍ کتنه کې ورکړی دی.

ښاغلی اریوبي زیاتوي: "اصلي برخه چې چک جمهوریت غواړي مرسته وکړي، د افغانستان د پیلوټانو روزنه ده او دوی په دې برخه کې پخوا له دې هم تقریباً ۴۲۰ افغان پیلوټان په چک کې روزلي دي. همداراز د هوايي ځواک په تخنیکي برخه کې هم دوی لېوال دي چې له موږ سره همکاري وکړي."

په افغانستان کې د چک جمهوریت پوځي حضور څو ورځې مخکې پای ته ورسېد.

افغان سفیر ښاغلی اریوبي وايي چې ولسمشر میلوش زیمان، صدراعظم اندرې بابیش او دفاع وزیر له افغانستان سره په اړیکو کې د نوي څپرکي د پیل خبره ورسره کړې ده.