چارواکي: ننګرهار کې د طالبانو نهه تنه پاکستاني وسله‌وال ووژل شول

د ننګرهار ولایت شېرزاد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو عملیات

د ننګرهار چارواکي ادعا کوي چې په دې ولایت کې د پاکستاني وګړو په ګډون ۲۲ تنه طالب وسله‌وال مړه او ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي څانګې پرون په یوه بیان کې وویل چې په شېرزاد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په ځوابي حملو کې د طالبانو نهه تنه پاکستاني وسله‌وال وژل شوي او ۱۳ تنه نور جنګیالي یې ټپیان دي.

بیان زیاتوي چې په دې نښته کې افغان ځواکونو ته زیان نه‌دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.