فضا ته د لومړنۍ تر ټولو مسن انسان سفر؛ ویلي فانک له جف بېزوس سره فضا ته ځي

د بلو اوریجین د شرکت فضايي بېړۍ کې ناست د امازون شرکت مؤسس میلیاردر جف بېزوس

ټاکل شوې چې ۸۲ کلنه پیلوټه ویلي فانک د روانې میاشتې په وروستیو کې د بلو اوریجین د شرکت په لومړۍ الوتنه فضا ته ولاړ شي.

مېرمن فانک به په دې فضايي سفر کې د امازون شرکت له مؤسس، میلیاردر جف بېزوس سره ملګرې وي.

بلو اوریجین شرکت پرون د جولای په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې مېرمن فانک به د جولای د ۲۰مې په الوتنه کې د تکزاس له لوېدیځ څخه د یوې اغلې مېلمنې په توګه حاضره وي.

ویلي فانک د نړۍ تر ټولو مسن انسانه ده چې فضا ته روانه ده.

له هغې مخکې په ۱۹۹۸ کال کې جان ګلېن په ۷۷ کلنۍ کې په ډیسکوري نومې فضایي بېړۍ کې فضا ته په تلو سره د تر ټولو مسن ستورمزلي ریکارډ ټینګ کړی و.