قریشي: پاکستان غواړي د افغانستان روانه جګړه د خبرو له لارې هواره شي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي هېواد یې غواړي چې د افغانستان روانه جګړه د خبرو له لارې هواره شي.

شاه محمود قریشي نن له یوه پاکستاني ټلوېزیون سره د افغانستان په مسایلو باندې مرکه کړې ده.

د مرکې په یوه برخه کې هغه ویلي: "دوی باید خپل مسایل د خبرو له لارې حل کړي. که څوک په زور قدرت ته رسېدل غواړي، نو د وینې تویېدل به زیاتېږي او د افغانستان ګټه په‌کې نه‌شته. د افغانستان زیان د پاکستان په تاوان هم تمامېږي. خدای مه‌کړه که د افغانستان وضعیت خراب شي، نو پاکستان هم ترې متأثره کېږي."

قریشي ویلي اوس چې د بهرنیو ځواکونو وتل بشپړېږي په‌کار ده چې افغانان د خبرو لړۍ چټکه کړي.

هغه په دې مرکه کې پاکستان د ترهګرۍ قرباني وباله.

قریشي داسې وخت د خبرو له لارې د افغانستان د مسایلو په هواري ټینګار کړی چې دا هېواد د افغانستان د سولې په پروسه کې په دوه مخي رول لوبولو تورن شوی.

افغان چارواکو له هغې ډلې مرستیال ولسمشر امرالله صالح څو ورځې مخکې ویلي و چې پاکستان په خبرو کې له افغان دولت، خو په عمل کې د طالبانو ملتیا کوي.