علي خامنه‌یي د ایران د قضائیه قوې لپاره یو نوی مشر وټاکه

د ایران ستر مذهبي رهبر ایت‌الله علي خامنه‌یي او غلام محسن محسني اژه‌یي

د ایران ستر مذهبي رهبر ایت‌الله علي خامنه‌یي د دغه هېواد د قضائیه قوې لپاره یو نوی مشر ټاکلی.

غلام محسن محسني اژه‌یي د منتخب جمهور رئیس ابراهیم رئیسي پر ځای د قضائیه قوې مشر ټاکل شوی.

محسني اژه‌يي د لوېدیځو هېوادونو په تېره بیا اروپايي ټولنې له‌خوا له ۱۹۹۰مو کلونو راهیسې د بندیزونو په لېست کې شامل دی.

دی تر دې مخکې د قضائیه قوې د سخت‌دریځي مشر ابراهیم رئیسي مرستیال و.

رئیسي د ۱۴۰۰ کال د ټاکنو ګټونکی اعلان شوی او ژر به د حسن روحاني پر ځای لوړه وکړي.

د بشري حقونو مدافع ډلې د ایران د قضائیه قوې اکثر مشرتابه د رژیم د مخالفانو په ځپلو تورن کړي.