پکتیکا چارواکي: طالبانو هغه پُل الوځولی چې ۹ ولسوالۍ مرکز سره نښلوي

ارشیف

وسله والو طالبانو په پکتیکا کې هغه پُل الوځولی چې د دې ولایت نهه ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي.

د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین نن پنجشنبه غرمه مهال رسنیو ته وویل چې دغه پُل وسله والو طالبانو تېره شپه د دې ولایت د مرکز ښرنې او ارګون تر منځ د پړاو په سیمه کې د ماین په وسیله ویجاړ کړی دی.

ارین وایي، د پُل زیاته برخه تخریب شوې او د دې ولایت له مرکز ښرنې سره د ارګون زون د نهو ولسوالیو اړیکه پرې شوې ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.