غور والي: طالبان له امنیتي ځواکونو ترلاسه شوې وسلې پاکستان ته قاچاقوي

ارشیف، وسله وال طالبان

د غور والي عبدالظاهر فیض زاده وايي، کومې وسلې او مهمات چې له افغان ځواکونو د طالبانو لاس ته ورغلي پاکستان ته قاچاق کېږي.

ښاغلي فیض زاده دا ادعا نن پنجشنبه (د چنګاښ په ۱۰مه) په هغه غونډه کې وکړه چې د غور د دولت یار ولسوالۍ اوسیدونکو د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ په هدف جوړه کړې وه.

نوموړي ویلي: "هغه ټول عامه ملکیت چې دوی 'طالبانو' لوټ کړی دی، نه یې دي ساتلی. هغوی وسلې او مهمات هلمند ته وړي او له هغه ځایه پاکستان ته قاچاقېږي."

تردې دمخه د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر عبدالستار مېرزکوال د چنګاښ په پنځمه ویلي و چې طالبانو غواړي هغه ټانکونه چې له افغان ځواکونو سره یې د جګړې پرمهال ترلاسه کړي وو پاکستان ته انتقال کړي.

خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي دا تورونه ردوي.

دې ډلې پاکستان ته د افغان پوځیانو د پوځي تجهیزاتو د قاچاق په اړه د افغان چارواکو څرګندونې پروپاګنډ بللی.