د هرات والي: پر غوریان ولسوالۍ د طالبانو حمله په شا تمبېدلې

ارشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د هرات چارواکي وایي، پر غوریان ولسوالۍ د وسله والو طالبانو ډله ییزه حمله له ماتې سره مخامخ شوې ده.

د هرات والي عبدالصبور قانع وایي، د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتو کې د طالبانو د سرې قطعې د اوو غړېو په ګډون د دې ډلې لس وسله وال وژل شوي دي.

ښاغلي قانع زیاته کړه: "تېره شپه وسله والو طالبانو پر غوریان ولسوالۍ پراخه حمله وکړه. لومړی یې موټر بم چاودنه وکړه او ورپسې یې وسله والو برید پیل کړ. افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په مېړانه د غوریان ولسوالۍ دفاع وکړه او حمله یې په شا وتمبوله."

د قانع په وینا په دغو نښتو کې یو سرتیری وژل شوی او درې تنه نورټپیان شوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.