په ننګرهار کې د رُب او مربا دوه سترې فابریکې جوړې شوي

آرشیف، په ننګرهار کې د رُب او مربا فابریکې

د افغانستان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په ننګرهار ولایت کې د رُب او مربا د دوو سترو فابریکي د جوړیدو خبر ورکوي.

د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه (د چنګاښ په ۱۰مه) ازادي راډيو ته وویل، پر دغه دواړو فابریکو ۲۵.۳میلیونه ډالر لګښت راځي چې نږدې ۵۰ سلنه يې د اسيا پراختیايي بانک له خوا ورکول کېږي.

ښاغلی رستمي وايي، دغه فابریکي په ډېر ژر فعاله شي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې د رُب فابریکه به په یو ساعت کې د ۴ مټریک ټنه رُب د مربا جوړېدونکي فابریکه به په یو ساعت کې ۰.۵ مټریک ټنه د بېلابېلو تازه میوو په ځانګړي ډول د انځرو او الوبالو د مربا د تولید ظرفیت ولري.

دا وزارت وايي، اوس مهال د هېواد د رُب او مربا ډېره اړتیا د ګاونډیو او د سیمه ییزو هېوادونو په ځانکړي ډول ایران ترکیې نه پوره کېږي.