د چین ولسمشر شي جېن پینګ د کمونېست ګوند لاسته راوړنې وستایلې او بهرنیو مخالفانو ته یې د پټکو پر وړاندې خبرداری ورکړ.
نوموړي دغه څرګندونې نن پنجشنبه (د چنګاښ په ۹مه) د پیکینګ د تیانانمن لوی میدان کې یوې لویې غونډې ته په وینا کې وکړې.
شي د کمونېست ګوند په زرګونو غړیو ته په وینا کې د چین د اقتصادي هوساینې او نړیوال حیثیت په برخو کې د کمونیست ګوند پر رول ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د چین وګړي نه یوازې د زړې دنیا په ورانولو کې ښه دي، بلکې دوی نوې نړۍ هم جوړه کړې ده.
شي وویل، د چین بریالیتوب په ګوند پورې تړلی.
د چین ولسمشر په دغه یو ساعته وینا کې ژمنه وکړه چې پیاوړی پوځ به جوړوي او د چین له خاورې سره د ټایوان د یوځای کېدو د غوښتنې ترڅنګ یې د هانګ کانګ او مکاو پر کورواکۍ هم ټینګار وکړ.
چین د یوې پېړۍ په ترڅ کې د کمونیست ګوند د قدرت او نفوذ ښودلو دغه مراسم داسې مهال ترسره کوي چې لویدیځ د نړۍ دغه دوهم اقتصادي قدرت خپل سیاسي، اقتصادي او پوځي رقیب بولي.
د چین ولسمشر وویل، چینایان ډېر د ویاړ او پر خپل ځان د باور احساس کوي او هېڅکله به هم بهرني ځواک ته اجازه ورنه کړي چې پرې پټکې وکړي، یا یې تر فشار لاندې راوړي او که څوک دا هڅه وکړي له اوسپنیز غبرګون سره به مخامخ شي.