د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې پرون چهارشنبه (د چنګاښ ۹مه) په یوه هوايي برید کې د یوې کورنۍ ۵ غړي ووژل شول.
د کندهار د میرویس روغتون رييس محمدداوود فرهاد وايي چې په دې بېښه کې ۶ تنه نور ژوبل شوي او د درملنې لپاره روغتون ته وروړل شوي دي: "په زخمیانو کې یوه ښځه، یو هلک او نجلۍ شامل دي."
د کندهار امنیتي چارواکو د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.