مسکو په روسیه کې د چک جمهوریت یوه بله غیر حکومتي مؤسسه منع کړه

ارشیف، د روسیې بیرغ

د روسیې حکومت په خپل هېواد کې د چک جمهوریت یوه بله غیر حکومتي مؤسسه منع کړه.

د روسیې څارنوالۍ د معلوماتي ټولنې ازادي په نوم مؤسسه د نامطلوبو مؤسسو په لېست کې شامله کړې او پر فعالیت‌یې بندیز لګولی دی.

د روسیې څارنوالۍ ویلي چې دا مؤسسه د روسیې د اساسي قانون نظم او د هېواد امنیت ګواښي.

دا د چک جمهوریت درېیمه غیر حکومتي مؤسسه ده چې فعالیت‌یې په روسیه کې منع کېږي.