جرمني افغانستان کې نژدې شل کلن پوځي ماموریت پای ته ورساوه

ارشیف، افغانستان کې یو تن جرمني سرتیری

جرمني له افغانستانه د خپلو وروستیو سرتېرو په ایستلو سره په دې هېواد کې نژدې شل کلن پوځي ماموریت پای ته ورساوه.

د جرمني دفاع وزیرې اناګریت کرمپ کارنباور په یوه ټویټ کې وویل چې له افغانستانه د جرمني وروستي سرتیري بېرته هېواد ته په لاره دي او زیاته یې کړه، په دې سره د هغه تاریخي پراخ پوځي ماموریت باب تړل کېږي چې زموږ لپاره یوه ازموینه وه.

د جرمني ډي پې اې خبري اژانس د راپور له مخې د جرمني وروستي سرتیري پرون سې شنبه(د چنګاښ ۸مه) د مزارشریف د ښار له هوایي ډګره د دې هېواد د هوایي ځواکونو د الوتکو په ذریعه وایستل شول.

د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې د اپریل تر میاشتې پورې د جرمني ۱۱۰۰ سرتیري په افغانستان کې دېره وو.

د جرمنې دفاع وزیرې د خپل هېواد له ټولو شااوخوا ۱۵۰ زره سرتیرو چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې یې په افغانستان کې دندې ترسره کړې مننه کړې او د دوی ماموریت یې د ستاینې وړبللی دی.

د جرمني ۵۹ سرتیري په افغانستان کې وژل شوي دي.