کرملین: روسیه کې د کرونا واکسین لګولو ته د خلکو لېوالتیا زیاته شوې

ارشیف، مسکو کې یو شمېر خلک د کرونا ضد واکسین لګولو ته په نوبت ولاړ دي.

د کرملین ویاند وايي، په روسیه کې د وروستیو ورځو شمېرې ښيي چې د کرونا ضد واکسین لګولو ته د خلکو لېوالتیا زیاته شوې ده.

دمتري پیسکوف، پرون سې شنبه (د چنګاښ ۸مه) په یوه ټیلیفوني کنفرانس کې وویل:"دا ښکاره خبره ده چې د روان کال تر سېپټمبر میاشتې پورې د روسیې د ۶۰ سلنه وګړو واکسین کول به ممکن نه وي، خو موږ روانه اوونۍ ولیده، د هغو خلکو شمېر په زیاتېدو دی چې غواړي واکسین شي. که څه هم دولت د واکسین ټول امکانات برابر کړي دي، تر دې مخکې له بده مرغه دا شمېر خورا کم و. د خدای شکر دی اوس واکسین ته زیات خلک لېوالتیا ښيي، که څه هم د ۶۰ فیصده وګړو د واکسین کولو هدف به ترلاسه نه شي او دغه ټاکل شوی مهلت به تمدید شي."

په روسیه کې پرون سې شنبه(د چنګاښ ۸مه) په یوه ورځ د ۶۵۲ کسانو مړینه ثبت شوه چې دا له سېپټمبر میاشتې راهیسې تر ټولو لوړ شمېر دی.