د ملي مصالحې شورا: د طالبانو مذاکراتي غړي دې اساسي بحثونو ته کښېني

د طالبانو مذاکراتي غړي

د ملي مصالحې عالي شورا په افغانستان کې د جګړې شدت، د اندېښنې وړ وباله او سولې مذاکرو پر ګړندیتوب یې ټینګار وکړ.

د دې شورا یوه ویاند فریدون خوځون پرون سې شنبه (د چنګاښ ۸مه) ناوخته له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "جګړه په هېڅ حالت کې حل لاره نه ده، یوازې حل لاره خبرې اترې او مذاکرې دي. هېڅ لوری باید پر جګړه ټینګار ونه کړي، تمرکز باید پر خبرو اترو وشي، د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوی په دوحه کې حضور لري او تیار دی چې هدفمند او اساسي مذاکرات پرمخ یوسي."

ښاغلي خوځون د طالبانو له مذاکراتي غړو غوښتنه وکړه چې اساسي بحثونو ته کښېني.

تردې مخکې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یوه ویاند، محمد نعیم ویلي و چې تر کوچني اختر وروسته د تماس ډلو څو ګډې غونډې کړي، خو د ده په وینا د دولت مذاکراتي هیئت مذاکرو ته لېوالتیا نه لري.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر له پیل سره سم په افغانستان کې د جګړې شدت زیات شوی، خو په قطر کې د دولت او طالبانو د مذاکراتي ډلو خبرې اترې ټکنۍ مخ ته ځي.