بایډن به فلوریډا کې د نړیدلې ودانۍ د قربانیانو کورنیو سره وګوري

ولسمشر جو بایډن او لومړۍ مېرمن جېل بایډن

ټاکل شوې، د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن او لومړۍ مېرمن جېل بایډن سبا پنجشنبه (د چنګاښ ۱۰مه) په فلوریدا ایالت کې د یوې ودانۍ د نړېدو د قربانیانو د کورنیو له غړو سره وګوري.

سپینې ماڼۍ پرون سې شنبه (د چنګاښ ۸مه) په یوه اعلامیه کې وویل، دواړه به د فلوریډا ایالت د میامي ساحې ته هم لاړ شي چې تېره پنجشنبه په کې د یوې ۱۲منزله ودانۍ یوه برخه ونړېده.

د دوشنبې په ورځ د دوو نورو مړو په موندل کېدو سره د مړو تایید شوی شمېر ۱۱ ته ورسېد، خو ۱۵۰ نور کسان تر اوسه تري تم دي.

ولسمشر بایډن د قربانیانو د کورنیو له غړو سره په یوه ټویټ کې خواخوږي ښوولې او د اغېزمنو شوېو کسانو سره یې د مرستې ډاډ ورکړی دی.