سوریه کې پر دېره امریکايي ځواکونو راکټي برید شوی

ارشیف، سوریه کې امریکايي سرتیري

د سوریې په ختیځ کې پر دېره امریکايي ځواکونو راکټي برید شوی، خو د تلفاتو په اړه یې راپور نه دی ورکړل شوی.

له دې حملې یوه ورځ مخکې پنټاګون وویل چې د عراق او سوریې ترمنځ پر پوله یې په یوه هوايي برید کې د هغو وسله والو مرکزونه په نښه کړل چې په عراق کې د امریکا پر ګټو حملې کوي.

په دې سیمه کې د امریکا په مشرۍ د ائتلاف ویاند وېن ماروتو پر ټویټر لیکلي چې پرون د جون په ۲۸مه نېټه د سوریې په ختیځ کې پر دېره امریکايي ځواکونو د څو توغندیو برید وشو، د نوموړي په وینا تلفات یې نه درلودل. ویاند زیاتوي، په ځواب کې امریکايي ځواکونو پر هغو موقعیتونو د توپچي ډزې وکړې چې دا توغندي ترې فیر شوي وو.

د سوریې د بشري حقونو د څار لندن مېشتې ټولنې خبر ورکړی چې ایران پلوو ملېشو د تېلو د زېرمو لرونکې العمر سیمه کې د امریکا پر پوځي اډې څو توغندي وویشتل.

د امریکایي پوځ ویلي چې د یکشنبې په ورځ یې د ولسمشر جو بایډن په امر په سوریه کې په دوو او د عراق په یوه سیمه کې د ملېشه ډلو پر زېرمتونونو بمبارۍوکړه.

دې بریدونو د عراق او سوریې تُند غبرګونونه وپارول.