د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د برښنا دوه ستنې ړنګې شوي

ارشیف، د برښنا نړول شوې یوه ستنه

د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د برښنا دوه ستنې ړنګې شوي دي.دا خبره د برښنا شرکت ویاند سنګر نیازي بېګا ازادي راډیو ته وکړه.

هغه وویل، د چاودنې کومه پېښه نه ده شوې، خو تر څېړنو وروسته به یې علت معلوم شي چې ولې دا پایې ړنګې شوي؟: "د دغو پایو له لارې برښنا میدان وردګ، غزني، لوګر او پکتیا ته لېږدول کېدله. د اوس لپاره په دغو ولایتونو باندې برښنا بنده شوې ده. زموږ تخنیکي ټیم سیمې ته تللی، څو دا پایه بېرته جوړې کړي."

دا وروستۍ څو اوونۍ د پلازمېنې کابل ګڼې سیمې او یو شمېر ولایتونه له برښنا بې برخې دي، ځکه په بګرام او تر هغه مخکې په سالنګونو کې د وارداتي برښنا پایې په بمونو الوزول شوې وې.

برښنا شرکت وايي، د پایو د امنیت د خوندي کولو لپاره یې یوه طرحه هم حکومت ته سپارلې، خو لا یې د عملي کېدو څرک نه لګېږي.