بلېنکن: سوریه کې د داعش نیول شويو ۱۰ زره غړو یو بې‌ثباته وضعیت رامنځته کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په روم کې په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش نیول شويو ۱۰ زره غړو یو بې‌ثباته وضعیت رامنځته کړی دی.

بلېنکن نن دوشنبه په روم کې په یوه غونډه کې وویل چې د امریکا متحده ایالات د خپلو متحدانو په ګډون د سیمې له ټولو هېوادونو غواړي چې خپل زنداني اتباع وروغواړي، ورته زمینه برابره کړي او د اړتیا په صورت کې هغوی محاکمه کړي.

د داعش نیول شوي غړي په هغو زندانونو ساتل کې کېږي چې چارې یې د سوریې د کردانو ډیموکراتیک ځواکونه سمبالوي.

دغه ځواکونه د امریکا له ملاتړه برخه‌من دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، د اسلامي دولت ډلې یا داعش د بشپړ ماتولو لپاره دې ته اړتیا ده چې د هغو ګواښونو په وړاندې مبارزه وشي چې دې ډلې له عراق او سوریې دباندې په تېره بیا له افریقا څخه رامنځته کړې دي.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش په ۲۰۱۴ کال د عراق او سوریې د خاورې پر ډېرې برخې کنټرول ټینګ کړی و، خو درې کاله وروسته‌یې د امریکا په مشرۍ ائتلاف له‌خوا ماتې وخوړه.