د افغانستان کورنیو چارو سرپرست وزیر د امنیتي وضعیت څېړلو لپاره هلمند ته ولاړ

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر عبدالستار میرزکوال هلمند کې د یوې غونډې پر مهال

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر عبدالستار میرزکوال د هلمند د امنیتي وضعیت د څېړلو په هدف نن هغه ولایت ته ولاړ.

د دې وزارت ویاند طارق ارین ویلي چې ښاغلي میرزکوال په هلمند کې د وسله‌والو طالبانو ضد روان عملیات او د راتلونکو پوځي عملیاتو پلانونه وارزول.

د هلمند ډېرې ولسوالۍ وسله‌والو طالبانو نیولي او په ډېرو کې اوس هم جګړې روانې دي.

د دغو جګړو له امله په زرګونه کورنۍ مجبوره شوې چې خپل کورونه پرېږدي.