بلخ کې پر یوې پوستې د طالبانو حمله؛ ۱۷ افغان سرتېري تاجکستان ته وراوښتي

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پوله

د افغانستان په شمالي سیمو کې د طالبانو د حملو د زیاتوالي په ترڅ کې تاجکستان له پولې د یو شمېر نورو افغان سرتېرو د وراوړېدو خبر ورکوي.

د تاجکستان دولتي رسنیو د دې هېواد د سرحدي چارو د مسؤلینو له قوله ویلي چې پرون یکشنبه ۱۷ افغان سرتېري چې د بلخ په کلدار ولسوالۍ کې د دوی پر پوستې د طالبانو د حملې له کبله په شا شوي وو، تاجکستان ته‌یې پناه وروړې ده.

د راپورونو له مخې د تاجکستان چارواکو ویلي چې د بشرپالنې اصولو ته په پام‌یې افغان سرتېرو ته اجازه ورکړې چې پر پوله د تاجکستان خوا ته واوړي.

تېره اوونۍ د طالبانو له‌خوا د شېر خان بندر د نیول کېدو په ترڅ کې هم د تاجکستان چارواکو د تاجکستان خاورې ته د ۱۳۴ افغان سرتېرو د په شا کېدو خبر ورکړی و.

ازبکستان هم ویلي چې پنځه ورځې مخکې د حملو له کبله ۵۳ افغان سرتېرو دې هېواد ته پناه وروړې ده.

د افغانستان دفاع وزارت تر اوسه د دغو پېښو په اړه رسمي څرګندونې نه‌دي کړي.