جلال‌اباد کې چاودنې یو تن وواژه او ۴ نور یې ټپیان کړل

ارشیف، د جلال‌اباد ښار یوه څنډه

په جلال‌اباد ښار کې چاودنې یو تن وواژه او ۴ نور یې ټپیان کړل.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه نن سهار مهال د جلال‌اباد ښار پنځمې ناحیې اړوند ۷مې ویالې سیمه کې د سړک د غاړې ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله رامنځته شوه چې له امله‌یې یو تن رکشا چلوونکی وژل شوی او ۴ تنه نور ټپیان شول.

ښاغلی خوګیاڼی وايي: "په ټپیانو کې یو ماشوم، دوه مېرمنې او یو بل تن چې موټر چلوونکی و، شامل دي چې په روغتون کې تر درملنې وروسته رخصت شوي دي."

د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا یا کومې ډلې نه‌دی اخیستی.