د بدخشان چارواکي وايي، د دغه ولایت پر څلورو ولسوالیو یې د وسلهوالو طالبانو حملې په شا تمبولې دي.
د بدخشان والي احمد بشیر صمیم، ازادي راډیو ته وویل، وسلهوالو طالبانو تېره شپه له څو لورو د تیشکان، جرم، بهارک او کشم ولسوالیو د نیولو لپاره حملې پیل کړې.
والي وايي، د طالبانو دغه حملې د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شوې دي.
د بدخشان والي په دغو عملیاتو کې وسلهوالو طالبانو ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعا کوي، خو د وژل شویو شمېر یې په ډاګه نهکړ.
وسلهوالو طالبانو د دې موضوع په اړه رسماً تبصره نهده کړې.