د امریکا سفارت شارژدافیر: فاریاب کې طالبانو هر ډول ورانکاریو ته لاس اچولی

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن وایي په فاریاب کې طالبانو هر ډول ورانکاریو ته لاس اچولی دی.

هغه ویلي د فاریاب د اندخوی په اړه‌یې ټکان ورکوونکي/شاک کوونکي رپوټونه کتلي.

وېلسن په دې تړاو یوه ټویټ کې زیاته کړې، د طالبانو له‌خوا د دکانونو او دولتي ودانیو سوځول، د خلکو نیول او د تأسیساتو او مخابراتي پایو ورانول د دې ډلې افراطیت او د افغانانو بشري حقونو ته نه‌درناوی په ډاګه کوي.

طالبانو دا وروستۍ څو اوونۍ د فاریاب په شمول په څو ولایتونو کې ګڼې ولسوالۍ نیولي.

افغان سیمه‌ییزو چارواکو راپور ورکړی چې د دې ډلې جنګیالي په هرې ولسوالۍ کې عامه تأسیسات ورانوي او ان‌یې ځینې دولتي ودانۍ په بمونو الوځولې دي.

طالبانو د امریکا سفارت د شارژدافیر د نننیو څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي.